Director of Live Stock

الحمد لله رب العالمين والصلات ا والسلام على أشرف الانبياء والمرسلين نبينا محمد وعلى آله وصحبه اجمعين.

د مالدارۍ د څيړنې رياست د کرنې څيړنيز انستيتيوت عمومي رياست يو له مهمو څانګو څخه دي، چې اصلي موخه يې د څارويو په بيلابيلو ډولونو (غواګاني ، وزې، پسونه ، چرګاني ،  کبان او مچي) څيړنې کول دي. مالداري د کرنې يوه برخه تشکيلوي. په دي برخه کې نه يوازې غوا،‌ اوزي او مېږې تر څېړنې لاندې نيسي بلکه په دې برخه کې د باروړونکو حيواناتو،‌ د ماهيانو روزنه او د شاتو مچۍ روزنه هم په کې شامل دي .او همدارنگه دغه رياست  د څارويو د نسل ښه کول، د څارويو محصولاتو کيفيت لوړول، د څارويو تغذيه او د مالدارۍ سکتور د دوامداره ودې او پراختيا لپاره څيرني ترسره کوي.  د خوړو خونديتوب د هيواد د اقتصادي ودي او پرختيا لپاره يو ترټولو مهم اصل دي ترڅو وکولاي شو د بهرنيو محصولاتو مخنيوي او د باکيفيت داخلي محصولاتو توليدول دي ترڅو وکولاي شو په هيواد کي فقر او بي وزلي کمه او دوامداره معيشت برابر کړاي شوو.

علاوتآ،  د کورنيواو بومي څارويو نسلوني ساتنه، مديريت، تغذيه او پالنه هغه بله برخه ده چي ياد رياست ته يي مسوليت ورګرځي. د بومي نسلونه د بقا يو مهم اصل د دغو نسلونو خالص ساتل دي ترڅو محلي نسلونه انقراض نشي. نو مهمه ده چي دا نسلونه تکثير او د آفاتو او امراضو مخنيوي وشي. د نړي په سطح يو مهم معيار دادي ترڅو هيوادونه خپل بومي وحشي او اهلي څاروي ښه ساتنه او پالنه وکړي او د نسل د تغير په صورت کي، اصلي نسل له انقراض څخه وساتل شي.  نو حياتي ده ترڅو د دغو لويو او استراتيژيکو کارونو په موخه، د څارويو د څيړني رياست رامنځته شوي ترڅو پورتنيو مسوليتونو ته په اساسي ډول رسيدنه او توجو ورته وشي.

همدارنګه  د هر کال په پاي کې د څيړنو عمومي رياست او اړونده رياستونو په ټول کال کې د ترسره شويو څېړنو پايلې او لاسته راوړنې هيواد والو، کروندګرو ته د شته امکاناتو څخه په استفاده وړاندې کوي له همدې امله له اوسني فرصت نه په استفاده غواړم د مالدارۍ او څيړنو د رياست د روان کال عمده لاسته راوړنې له تاسو سره شريکې کړم:

په تعداد د 2 نسل محلی وزی چی کراس په نتيجه کی F1 نسل یی لاسته راغلی او نوره پروسه هم جریان لری . د پسونو برخه کی هم  3 نسل محلی پسونو دکراس په نتِجه کی F1 نسل لاسته راغلی او نور مراحل یی جریان لری

دوه نسل محلی غواګانی له ممبلیارد او جرسی سره کراس شوی دی . پاتی د نوی چی دچرګانو برخه کی هم مختلف F1 نسلونه لاس ته راغلی دی

ددې رياست له تاسيس څخه بيا تر دغه مهاله د حيواني تحقيقاتو ټولې پلټنې او هلې ځلې د مالدارۍ د نويو نسلونو او د محصلولاتو د کمي او کيفي ښه والي او د هغوي لپاره د ښو او اغيزمنو لارو چارو د موندلو په موخه تر سره کيږي ترڅو د هيواد والو د پايداره ژوندانه د ښه والي او په پايله کې دوي ټولو د هوسايني او غذايي توکو د ښه لاسرسي لامل  شي.

د څارويو د څيړنو د رياست کاري ساحات

  1. د محلي څارويو د جرم پلازم راتولول او ساتل
  2. د څارويو د تغذيه لپاره مناسب، ارزانه، باکيفيته او پايداره خوړو رامنځته کول
  3. د حيواني محصولاتو تعين کيفيت
  4. د لوړ توليد نسلون رامنځته کول (Cross Breeds)  مطابق د محيطي شرايطو
  5. د څارويو د ښه مديريت او ساتني په موخه په مرکزي او زون په سطح د څيرنيزو فارمونو را منځته کول

د مالدارۍ د څېړنو رياست بيلابيل څېړنيز فارمونه لري چې عبارت له:

د بنيحيصار فارم چې په کې خارجي نسلونه روزل کيږي.

د ريشخورو تحقيقاتي فارم

دارالامان د شاتو مچيوفارم .

دبګراميو چرگانو تحقیقاتی فارم

Loading